د ترکیې جمهوریت له تاریخي او مډرنې مطبعې څخه لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۵۶
د ترکیې جمهوریت له تاریخي او مډرنې مطبعې څخه لیدنه

شنبه ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۱۰ لینډی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزی له مل پلاوي سره په ترکیه کې د خپلو لیدنو او کتنو په دوام د دغه هېواد له تر ټولو پخوانۍ او تاریخي مطبعې څخه د هغې تاریخي ارزښت په خاطر لیدنه وکړه.

دغه تاریخي چاپخونه چې په ترکیه کې د "کورلار" یا "درب‌خانه" په نامه مشهوره ده، ۵۵۷ کاله تاریخي سابقه لري او د نړۍ له ۵۰ مشهورو چاپ خونو څخه یوه ده چې د نړۍ ډیر هېوادونه خپلې سکې دلته ضرب وهي او همدارنګه هېوادونه خپل پاسپورټونه او د تابعیت اسناد دلته چاپوي.

دغه مطبعه اوس په عصري او مډرنو وسایلو او ماشین آلاتو مجهزه ده چې د ترکیې هېواد ټول مهم دولتي اسناد چاپوي او د دغه هېواد د مشهورو تاریخي ورځو په مناسبت سکې ضرب وهي او آن د عثمانیانو د سلطنت پر وخت کې هم د ترکیې مهرونه او نشانونه او د طلا سکې دلته ضرب وهل کېدل.

د یادونې وړ ده چې له یادې مطبعې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د لیدنې په پای کې، نوموړي او په ترکیه کې د ا.ا.ا جنرال قونصل ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه سکه چې په یاده مطبعه کې ضرب وهل شوې ده، اهدا شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS