د خصوصي سکتور له اړخه د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه هڅې

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۳۴
د خصوصي سکتور له اړخه د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه هڅې

چهارشنبه11 شوال المکرم 1446 / 20 حمل 1404

له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق د مشرتابه کمیټې څلورمه ناسته د یادې کمیټې( چې د خصوصي سکتور او اړونده ادارو څخه جوړه شوې) د غړیو په ګډون، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ نن تر غرمې مخکې ترسره شوه.

پدې جلسه کې د یاد صندوق د تخنیکي کمیټې د محترمو غړیو د ناستو او پریکړو راپور وړاندې شو او په تېره بیا د دریو تنو تخنیکي او اداري کسانو د استخدام په اړه او په یوه کال کې د هغه لسو پروژو د مشخصولو په تړاو خبرې وشوې چې ټاکل شوې ده د یاد صندوق له خوا یې مالي ملاتړ وشي.

همدارنګه د مشرتابه کمیټې د عملي کړنو، لا ښې باور جوړونې او د کارونو بهیر د چټکتیا په موخه، په بندرونو کې د کمپلکس جوړونې، د هېواد په اوو زونونو کې د سړو خونو د جوړونې ، په زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونو د جوړونې او پدې وزارت کې د تخنیکي ټیم لپاره د دفتر د برابرونې په تړاو خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.

په پایله کې د هېواد په بندرونو کې د کمپلکس جوړونه، د دوامداره فعالیت په موخه یاد صندوق ته صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د دفتر ورکړه، د هېواد په اوو زونونو کې د سړو خونو جوړول، د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق د مشرتابه له خوا تصویب شول او تخنیکي کمیټې ته دنده وسپارل شوه تر څو د هېواد په اوو زونو کې د سړو خونو او کمپلکس د جوړولو د تخنیکي موضوعاتو او د تخنیکي ټیم دفتر ته د وسایلو او تجهیزاتو پر اخیستلو کار وکړي.

همدارنګه د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق د مشرتابه کمیټې محترمو اغړیو پریکړه وکړه ترڅو د صادراتو د پروسس زونونو بنسټیونه، چهار دیوالۍ او ډیزاین د یاد صندوق له پیسو څخه جوړ کړای شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS