د خوست ولایت صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۹:۷
د خوست ولایت صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه
چهار شنبه د سلواغې لومړۍ ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د خوست ولایت د صنعت او معادنو د خونې له مشرتابه او صنعت کارانو سره د ددې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل او صنعت کارانو په ستونزو،د سماوات بڼ په صنعتي ښارګوټی کې ټولنیزو ستونزو او د هغوي په حل لارو يې خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د صنایعو او معادنو د خونې اجرائیه رئیس ښاغلي رحیم الله سمندراو د ننګرهار د صنایعو او معادنو رئیس ښاغلي حاجي تور ملنګ د خوست ولایت دستونزو څخه د سموات بڼ ټولنیزې ستونزې او د تولیدي فابریکو د بریښنا نشتون څخه یادونه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني په ټینګار سره وویل د ټولو ولایاتو په ځانګړی ډول د خوست ولایت د ستونزو د حل عملي لارښود جوړه شوي دی او په نږدي راتلونکې کې به د هغه په پلي کیدلو سره د خصوصي سکتور ستونزې حل شي .
همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر د صنعتي پارکونو اړونده ریاستونو ته جدي امر ورکړ تر څو د خوست ولایت د صنعت کارانو ستونزې وڅیړي او لازمې د حل لاري ورته په ګوته کړی .
د خوست ولایت د سماوات بڼ په صنعتی ښارګوټي کې نږدې ۲۵۰ تولیدي فابریکې په مختلفو سکتورنو کې فعالیت ترسره کوی.
د یادو فابریکو خاوندانو د بهرنیو هیوادونو څخه خپله پانګه هیواد ته راوړې او په مختلفو سکتورنو کې يې د خوست ولایت زرګونه اوسیدنکو ته د کار زمینه برابره کړې ده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS