د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۶
د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

پنجشنبه۱۹ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۱ لینډی ۱۴۰۳

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوړرالدین عزیزي له خوا د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې په لومړۍ نېټه د پروان ولایت د تتمدرې په صنعتي پارکونو کې د پروان ولایت د والي او نورو چارواکو په حضور کې د روغتیایي توکیو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په بېلابېلو برخو کې له پانګونې څخه هرکلی وکړ او د پانګوالو د هڅو قدرداني یې وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدارنګه له صنعت کارانو او پانګوالو نه د افغانستان د اسلامي امارت پر ملاتړ په ټېنګارسره وویل :د صنعت کارانو او پانګوالو ته د امارت د مسوولینو له خوا ښه فرصت، آسانتیاوې او امنیت برابر شوی دی.

همدارنګه د پروان والي محترم مفتی محمد ادریس انوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت له فعالیتونو څخه په مننې سره دا فعالیتونه د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ او غوړیدنې په لار کې ګټور وګڼل او له یاد وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 د یادونې وړ ده چې د "ویلنس فارما" په نوم د روغتیایي توکیو د تولید فابریکي  د درې میلیون ډالرو په ارزښت په پروان ولایت کې پانګونه کړې چې تر ۳۰۰ زیاتو هېواد والو ته به د کار زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS