د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي سپین بولدک کې د صنعت او سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره ولیدل
![د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي سپین بولدک کې د صنعت او سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره ولیدل](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-23_at_10.27.48_am.jpeg)
پنج شنبه مورخ ۹ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲ لیندی ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزرات د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي چې پکې د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیا برابرولو کمېټې غړي هم برخه وال دي، د سپین بولدک کې د صنعت او سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره ولیدل.
د یادې خونې مسؤل حاجي شفیق د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې خپلې ستونزې او لاسته راوړنې له دې پلاوي سره تفصیلي شریکې کړې.
د رهبرۍ پلاوي ښاغلي شفیق ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او په وینا یې، له راتلونکو کډوالو سره به د چارو په اسانتیا کې ځانګړې او بشپړه همکاري کوي.