د سرپل ولایت امنیه قومندان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۹:۵۵
سه شنبه ۳۰ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲۳ لړم ۱۴۰۲

سه شنبه ۳۰ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲۳ لړم ۱۴۰۲

د سرپل ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره نن غرمه مهال وکتل.

ناسته کې ښاغلي مظهري له امنیتي پلوه د سرپل په سوداګریز وضعیت خبرې وکړې او هلته یې د سوداګرو او سوداګریزو فعالیتونو د خوندیتوب ډاډ څرګند کړ. نوموړي د صنعتکارانو ته د تجارتي پاسپورټونو د ورکړې موضوع هم د وزارت له مشرتابه سره شریکه کړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او اغېزمنتیا لپاره د دخیلو اداراتو په همکاري ټینګار وکړ او د صنعتي بهیر ملاتړ یې د ټولو اداراتو ملي او افغاني مسؤلیت وباله. په وینا یې سوداګرۍ وزارت په هیواد کې د سوداګرۍ او صنعتونو لپاره د بېساري او غوره ګامونو پورته کولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۸:۵۳
Background image

د لومړی ځل لپاره دکونړ ولایت څخه د سبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول

د لمړي ځل لپاره د کنړ ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته د دسبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول پیل شول  د دې پروګرام پرانیست غونډه کی دکونړ ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریس مولوی محمد طیب (یوسف ) په خپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

په هرات ولایت کې د عالیست افغانیست نندارتون پرانستل شو

دعالیست افغانیست تر نامه لاندې نندارتون د ۱۴۰۳ کال د جوزا (غبرګولي) له ۱۹ تر ۲۱ نیټې پورې  ددرې ورځو لپاره  د هرات ولایت په آسمان تالار کې د هیواد تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۵۷
Background image

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء  د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د خصوصي. . .

BACK TO NEWS