د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانچارو برابرولو کمېټې د همغږۍ غونډه وکړه
![د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانچارو برابرولو کمېټې د همغږۍ غونډه وکړه](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-01_at_4.25.04_pm.jpeg)
پنج شنبه مورخ ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۱۱ لړم ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د یاد وزرات معین مولوي قدرت الله جمال په ګډون د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانچارو برابرولو کمېټې دویمه غونډه وکړه، چې پکې له بېلابېلو وزارتونو او ادارو د دې کمېټې استازیو برخه اخیستې وه.
ښاغلي عزیزي مقدماتي خبرې وکړې چې په وینا يې د سوداګرو او صنعت کارانو د هڅونې، هېواد ته د رابللو او هغوی ته د هر ډول خدماتو په برخه کې اسانتیاوې برابرول د دې کمېټې اصلي موخې دي.
په جلسه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کورنیو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، ماليې وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست او مرکزي بانک استازیو برخه اخیستې وه.
د صنعت او سوداګرۍ معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال وویل، د چارو د لا ښې همغږۍ لپاره مهمه ده چې نظرونه توحید او پر اساس يې راتلونکي عملاً ګام پورته شي.
د کمېټې د موخو د تر لاسه کولو اړوند هر اړخیز مفصل بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې به دا کمېټه د خپلو فعالیتونو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
د یادو اقداماتو پر اساس به هڅه وشي چې څه ډول کېدلی شي له هېواده بهر افغان سوداګر او صنعت کارانو ته د راستنېدو په بهیر کې د همکارۍ لاس ورکړي او په کور دننه ورته ښه زمینه برابره کړي.
د کمېټې تخنیکي څانګې ته دنده وسپارل شوه چې بلې ناستې ته د کمېټې د بشپړو اهدافو د رسنیز کولو او د هېواد له سوداګرو سره يې د شریکولو لپاره چمتو والی ونیسي.