د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۴۷
د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

یک شنبه مورخ 1ربیع‌الاول 1445 / 26 وږی 1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خان سټیل له بېلابېلو برخو لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یادې فابریکې مسؤلینو  د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي جمال د خان سټیل له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او یاده فابریکه یې د هیواد د صنعتي سکتور پیاوړې او ویاړلې بېلګه وبلله. په وینا یې خان سټیل په نړیوال سټینډرډ برابر تولیدات داخل او بهر ته وړاندې کوي چې د ستاینې وړ ده.

نوموړي د اوسپنې صنعت وده د هیواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو کارونې ته پام وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د حل لپاره نن غرمه مهال د سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وشوه. یاده ناسته چې د وزارت د مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ تر سره شوه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خان سټیل له بېلابېلو برخو لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یادې فابریکې مسؤلینو  د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

یو شمېر ایراني صنعتکارانو د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

له ایران څخه راغلي د صنعتکارانو او سوداګرو پلاوي نن غرمه مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

BACK TO NEWS