د سویلي کوریا جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۱۱
د سویلي کوریا جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

شنبه  وری ۷مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د سویلي کوریا د جمهوریت له سفیر (چوی تی هو) سره په خپل دفتر کې وکتل او د دواړو هیوادونو تر منځ داقتصادي -اوسوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د غونډې په بهیر کې  ښاغلي غوریاني په بیلابیلو برخو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د سویلي کوریا جمهوریت د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه ،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړي د دوه اړخیزه تړون له لارې له سویلي کوریا سره تجارتي اړیکې پراخې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر د یاد هیواد څخه غوښتنه وکړه چې په هغه  پنځه دایمي نندارتونونو په جوړولو کې همکاري وکړي چې د نړیوال معیارونو سره سم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د وزارت لخوا جوړیږي.

همدا راز ښاغلي غوریاني د سویلي کوریا له سفیر څخه هیله څرګنده کړه ترڅو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره  نړیوالو معیارونو سره سم د افغانستان د تولیداتو صادرولو د نندارتون په جوړولو کې مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل په پام کې لرې چې  د سویلي کوریا په پلازمینه سیول ښار کې د افغاني محصولاتو لپاره دایمي بازار جوړ کړی.

سویلي کوریا سفیر ، ښاغلي چوی تي هو وویل چې د هغوي هیواد هم غواړي د کابل او سیول ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراخوالی کې همکاري وکړي.

د سویلي کوریا سفیر زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اسانتیا په هکله يې سویلي کوریا ته د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اسانه شرایط  برابر کړي،  او هم به د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په بیلابیلو برخو کې همکاری وکړي.

د غونډې په پای کې، دواړو لورو د افغانستان - سویلي کوریا تجارتي اړیکو راتلونکي مثبته وبلله او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS