د سیالې د ودې اود مستهلکینو څخه ملاتړ

لید: د سیالۍ وړ بازار رامینځته کول او وده ورکول چې په بازار کې د هرډول انحصار، جوړجاړي، او د واکمن قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی او دا چې سوداګرو کړني په بازار کې په قانونی توګه د ننه تلل او وتل یې په خپلواک ټوګه وی همدارنګه په بازار کې د مستهلیکنو څخه ملاتړ د هغوی د حقوقو پلی کول او لازم پوهاوی ولری تر څو ښه ټاکنه وکړی او په سواګریز معاملاتو کې د درغلی او دوکی نه شتون.

اصول: د بازار اقتصادی نظام په چوکاټ سوداګرو ترمینځ سالمی سیالې ودې رامینځته کول او د مستهلکینو هوساینې، سوکالی او خوندیتوب لپاره  ښه چاپیریال برابرول په هېواد کې. 

ماموریت: د مستهلکینو څخه ملاتړ او سیالۍ ملاتړ کولو لپاره د پالیسیو اومقرراتی چارو جوړول، پلي کول چې لاندې لوی ارزښتونه تعقیبوي.

لوی ارزښتونه :

 د مستهلیکنو څخه ملاتړ د دود د ودې ورکول: د ښاریانو په دی لید لوری چې مونږ ټول مستهلیک یو پیسې ورکو اجناس او خدمتونه لاسته راوړ چې دغه توکي او خدماتونه ملي ، سیمه ایز او نړیوال معیارونو ولري.

 د سالم رقابت دود: د سیالۍ بازار رامینځته کول او پرختیا ورکول چیرې چې سیالي د عرضې او تقاضا په اساس وي سوداګر او مستهلیکینو له هغی د ګټو نه ګټه واخلی.

موخه: د سیالې د ودې اود مستهلکینو څخه ملاتړ ریاست په بازار کې  د سالمی سیالې  او مستهلیکنو څخه ملاتړ په موخه  اداره ، رهبري او نور چاري تنظیم وی ترڅو معیاری سوداګریز معاملات په بازار کې رامنځته شی.

تر سره شوی کړني / لاس ته راوړنی :

د سیالې د ودې اود مستهلکینو څخه ملاتړ ریاست د خپل کاری پلان سره سم لاندې کړني ترسره کړی دی:

 د مستهلکینو څخه ملاتړ په برخه کې:

د مستهلک څخه د ملاټړملی پالیسي پلی کول، د مستهلک څخه ملاتړ قانون پلي کول ، د سوداګریز خبرتیاو تنظیم مقرری مسودی جوړول. د مستهلیک شکایاتو څیړنی او غور کول کړنلاری پلي کول ، دبی کیفیت، تیر تاریخ او تقلبی توکو تولید، واردولو او خرڅول مخنوی کمیسیون  کړنلاری پلی کول چې دغه کمیسیون د هیواد په مرکز او  په شلو ولایاتو کې کار کوي ، د مستهلکینو څخه ملاتړ ټولونو کړنو تنظیم کړنلاری پلی کول، د عامه پوهاوي او معلوماتو خپرولو  کړنلاری ترتیب او پلي کوي ، د غیر معیاري توکو څار او پلور مخنیوی کړنلاری طرحی جوړول

 د سیالۍ په برخه کې:

د سیالۍ ملی پالیسي لومړنۍ مسودي طرحی جوړول چې خپل قانوني کیدو پړاو کې روان دی.

د سیالۍ څخه ملاتړ  نوي قانون مسودی جوړول (د سیالۍ څخه ملاتړ قانون ځینو برخ مواد بدولون، لری کول اضافه کول ) له زیاتو اجراتو لپاره اړوندو اداراتو استول شوی دی.

زده کړي:

دغه ریاست موندلی دي چې د سیالي او  مستهلک څخه ملاتړ  پالیسیو او مقرراتی  چارو پلی کولو سره  ل د بازار معیاری جوړولو کې لوی بدلون راځی او بازار د اکثریت سوداګرو او مستهلکینو په ګټه جوړیږی.