د صنعت او سوداګرۍ او کرهنې او اوبو لګولو وزارتونو معینانو د کابل په پلچرخي سیمه کې له صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۳
د صنعت او سږداګرۍ او کرهنې او اوبو لګولو وزارتونو معینانو د کابل په پلچرخي سیمه کې له صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه ۶ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۱۹ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودا ګرۍ وزارت معين محترم مولوي احمد الله "زاهد"  او همدارنګه د اوبو لګولو او کرهڼي وزارت معين محترم مولوي صدر اعظم د کابل ولایت د څرخي پله په سیمه کې د صنعتي پارک له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه و کړه.

پدې لیدنه کې چې پرون (یک شنبه د سنبلې ۱۸مه) ترسره شوه، صنعت کارانو د دوۍ ورتګ ته ښه راغلاست و ویل او خپل مشکلات یې ور سره شریک کړل.

محترم مولوي احمد الله زاهد او محترم مولوي صدر اعظم د صنعت کارانو د صنعت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې صنعت د هیواد د اقتصادي پرمختګ او بسایني اساس او لامل دی.

ياد پلاوي صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د صنعت کارانو هر راز ستونزو ته د حل په موخه پاملرنه  کړې ده او کوي به یې ان شاءالله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS