د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د لبنياتو د تولیدونکو صنعتکارانو ستونزې واورېدې
چهارشنبه ۴ جمادی الاولی۱۴۴۶ / ۱۷ لړم ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدين عزيزي د کندهار په ښار کې د لبنياتو د توليدوونکو ستونزې واورېدې او د حل په اړه یې ډاډ ورکړ.
د کندهار په ښار کې د ميلکو لبنياتو کارخونې مسؤلينو او ګڼ شمېر نورو د لبنياتو توليدوونکو خپلې ستونزې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزير سره شريکې کړې. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره پوره هڅې کوي او د لبنياتو په سکتور کې د ځان بيسياينې لپاره د ترجيحي تعرفو په وسيله ددې سکتور بشپړ ملاتړ کوي.