د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د څپلکو له څو فابریکو لیدنه وکړه
سه شنبه ۹ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۲۹ کب ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال د یو پلاوي په ملتیا د څپلکو جوړولو له بېلابېلو فابریکو لیدنه وکړه.
ښاغلي جمال د اعتماد چاوله شوز کمپنۍ او شهرت پې یو شوز کمپنۍ له مسؤلینو مننه وکړه چې په هېواد کې دننه یې پانګونه کړې او خپلو هېوادوالو ته یې کاري زمینه برابره کړې ده.
د یادو فابریکو مسؤلینو د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او دا چې مخامخ د دوی فعالیتونه له نږدې ویني، بې جوړې اقدام یې وګاڼه.
د اعتماد چاوله شوز کمپنۍ د مسؤلینو په وینا دوی شاوخوا اتیا تنو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره کړې او سلګونه درجنه ورځنی تولید لري.