د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام: د هېواد صنعت تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام: د هېواد صنعت تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

چهارشنبه ۱۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۳۰ لړم ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف، د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار محترم داکتر فاروق اعظم،د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس محترم مولوی غلام‌حیدر شهامت او نورو دولتي مقاماتو سره د هغه دوهم نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان د پیاوړو ملي ابتکاراتو او نویوتوبونو تر نامه لاندې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې له خوا جوړ شوی و.

پدې پروګرام کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پدې ټکي پر ټینګار سره چې هڅه باید وشي تر څو په ټولو سکتورونو کې پر ځان بسیاینې ته ورسېږو، وویل: د هېواد صنعت نن تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري او دا ځوانان به د مجاهدینو په څېر د فن او تکنالوژۍ له پلوه هم د افغانستان نوم روښانه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ په اعلانولو سره وویل چې یوه مالیزیایي ګروپ ته یې بلنه ورکړې او هغوی حاضر دي چې ۲۵۰ زره سافت ویرونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته وسپاري ترڅو ددې ادارې په پروګرامونو کې یو انقلاب راولي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ځوانانو د تشویق او له هغوی څخه د ملاتړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې او محصلینو سره د همکارۍ په موخه په نندارتون کې د یادې ادارې د ځوانانو ابتکارات او نوي توبونه وکتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS