د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر لاندې د جواز ویش له مرکز څخه دعدلیۍ وزیر لیدنه !

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۸:۱۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر لاندې د جواز ویش له مرکز څخه دعدلیۍ وزیر لیدنه !
دوشنبه دسلواغې ۲۰مه ۱۳۹۹
دافغانستان اسلامی جمهوري دولت د عدلېې وزیر ښاغلي فضل احمد معنوي دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ثبت مرکزی اوفکري مالکیتونوریاست د واحدچتر لاندې دجوازونوورکړې دمرکزڅخه د لیدنه وکړه، د سوداګریزو خدمتونو او جوازو د تر لاسه کولو لپاره يې دغه مرکز خورا مهم وباله .
ښاغلی معنوی دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ثبت مرکزی او فکري مالکیتونو د ریاست د واحد چترلاندې د جوازونو د ورکړې د مسوولینو سره دلیدنې پر محال د صنعت او سوداګرۍ وزارت اوعدلېې وزرات ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو په پراختیا ټينګار وکړ،زیاته ېې کړه چې دعدلېې وزارت د جوازونو دورکړې ټولې برخې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر لاندې د جوازونو دورکړې له مرکز سره ونښلول شي.
د واحد چتر لاندې دجوازونو دورکړې مرکز دولسمشر د حکم په اساس د دولتی جوازونو د ترلاسه کولو بهیر کې د اسانتاوو د رامنځ ته کولو په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکات کې فعالیت کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS