د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل

دوشنبه ۷ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دوشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په نولسمه په کابل کې د ازبکستان له سفیر محترم "آیبیک عثمانوف" سره وکتل.

پدې کتنه کې د سمنګانو په ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړولو لپاره د ځمکې پر تخصیص، د هېواد په شمال کې د ځمکې پېژندنې او اکتشاف پروژو د عملي کولو لپاره له ازبکستان څخه افغانستان ته د ماشینونو د لېږد لپاره د اړونده جوازونو ترلاسه کول، د ازبکستان مصنوعي ډیزلو ته په افغانستان کې د سټندرد سرټیفیکیټ اخیستل، د (سرخان - پلخمري) د برېښنا د لېږد کرښې د جوړلو د چارو ګړندي کول او تر شیخ مصري سیمې پورې د هغې غزول، د ترمذ په سرحدي سیمه کې د جوړ شوي نړیوال سوداګریز مرکز پراختیا، په یاده سیمه کې د روغتون او هستوګنې د نورو آسانتیاوو برابرول او د افغانستان لورې ته د دې بازار را غزول او په همدا رنګه ترمذ کې د نړیوال حلال نندارتون پر جوړیدو بحث وشو.

همدارنګه ددې لیدنې په ترڅ کې د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي ته ازبکستان هېواد ته د سفر لپاره بلنه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې پدې کتنه کې د بحث وړ موضوعات هغه وو چې ازبکستان هېواد ته د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج عزیزي د سفر او بیا کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د سفر پر مهال برې بحث او خبرې شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS