د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د صنعت کارانو لیدنه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د صنعت کارانو لیدنه

چهارشنبه ۶ ربیع الثانی ۱۴۴۶ /  ۱۸ تله ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، نن غرمه د ۱۴۰۳ لمریز کال د میران(تلې) په ۱۸مه د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له رییس شیرباز کمین‌زاده او څو تنو صنعت کارانو سره وکتل.

پدې لیدنه کې چې د هېواد د ځینو ولایتونو صنعت کارانو هم پکې ګډون درلود، د صنعت کارانو د فعالیتونو پر لاره پرتې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې شوې او د دغو ستونزو د حل په لار کې د یاد وزارت له مشرتابه څخه د مرستې او همکارۍ وغوښته وشوه.

وروسته بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د دوی د ستونزو او هغه ننګونو په اوریدو چې د دوی د فعالیت په لار کې شته وویل:دغه موضوعات باید په لیکلې بڼه د هغوی د حل لارو سره یوځای وزارت ته راولېږل شي تر څو هغې ته رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS