د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد نن په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت له یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۳۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد نن په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت له یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

یکشنبه 20 ذوالقعدةالحرام 1446 / 28 ثور 1404

نن یکشنبه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت له یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل. په دې لیدنه کې د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس هم ګډون درلود. سوداګرو خپلې ستونزې له ښاغلي زاهد سره شریک کړل او د صنعتي ځمکو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي زاهد هغوی ته ډاډ ورکړ چې د صنعتي ساحو وېش پروسه روانه ده او هغوی ته یې د وېش او اسنادو د طی مراحل په اړه بشپړه لارښوونه وکړه. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي یوه اقتصاد محوره پالیسي ده او د اسلامي امارت د ټولو مشرانو دروازې د سوداګرو او صنعتکارانو پر مخ خلاصې دي.

سوداګرو د زابل ولایت د وچې مېوې د صادراتو او پروسس ستونزې هم شریکې کړې. ښاغلي زاهد هغوۍ ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزې به له مربوطه مراجعو سره هم شریکې کړي او خپله به یې د حل په موخه هڅه وکړي.

په پای کې، سوداګرو خپله خوښي وښوده او له صنعتکارانو او سوداګرو څخه یې د اسلامي امارت ملاتړ وستایه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS