د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی مرستیال معرفي شو

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۴۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت  نوی مرستیال معرفي شو

یکشنبه د وری ۸مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام په منظورۍ ښاغلی محمد سلیمان بن شا د یاد  وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال په توګه د دې وزارت د وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني لخوا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې د وزیرې آغلې معصومه خاورې ،د جمهوري ریاست او خصوصي سکتور د استازو په شتون کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت  رئیسانو او کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني په یاده غونډه کې وويل : ښاغلي بن شاه یو ځوان او لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو څخه دی چې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پوره تجربه لري .

ښاغلي غوریاني د معینیت د پخوانې سرپرست څخه مننه وکړه او نوی معین ته يې په چارو کې د بریا غوښتنې ترڅنګ  ټینګار وکړ چې خصوصی سکتور ته د خدماتو په وړاندې کولو او پانګونه کې باید چټکوالی راشي .

 د افغانستان د اطاقونو د فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي چې د  خصوصي سکتور په استازولۍ يې خبرې کولې وویل : د هغې پیژندګلوې له مخې چې د ښاغلي محمد سلیمان بن شاه څخه یې لري نوموړی به وکولاي شي د صنعت کارانو،سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل او خصوصي سکتور ته د خدماتو په  وړاندې کولو کې چټکتیا رامنځته کړي.

وروسته د صنعت او سوداګریزو چارو نوی مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت  د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني ،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر ښاغلی نثاراحمد غوریانی د اعتماد څخه مننه وکړه .

او وی ویل: د توان ترکچې به کوښښ وکړم ترڅو خصوصي سکتور ته د یا د وزارت لخوا غوره خدمات وړاندې کړی،زیاته يې کړه چې د جمهوري ریاست د مقام ، صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ پلاوي په ملاتړاو خصوصي سکتور په همکارۍ به د خصوصي سکتور پروړاندې پرتې ستونزۍ په فرصتونو بدلې او د هیواد صنعتي کیدلو کې به چټکتیا رامنځته کړي.

ښاغلي محمد بن شاه د امریکا متحده ایالاتو څخه د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادې ودې په برخه کې د ماسترې ترکچې لوړې زده کړې ترسره  کړی  او نږدې ۱۰ کاله يې په  خصوصي او دولتي بنسټونو کې دنده ترسره کړې ده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS