د صنعت کارانو او کسب ګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ ناسته
سهشنبه د تلې 20مه 1400
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او مرستیالانو يې د صنعت کارانو او دوکاندارانو د خونې له رییس او غړو سره ولیدل او د دوی د کاري ستونزو په اړه يې خبرې وکړې .
د صنعت کارانو او دوکاندارانو خونې د مدیره هیئت مشر ښاغلي نورالحق عمري او ددې غونې غړو ښاغلي نورالدین عزیزي او د دې وزارت مرستیالانو ته د نوو مسئولیتونو مبارکي وویله او دوی ته یې د بریا هیله وکړه.
په پیل کې د یادې خونې د مدیره هیئت مشر د دې خونې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، کوچني تشبثات یې د صنعت اوسوداګرۍ اساس وباله ،د یادې خونې د صلاحیتونو،د شخصي ملکیتونو کرایه نیولو، د ګرځنده ګمرک د ټیم لخوا د دوې څخه ګمرکې اسناد غوښتنه، قاچاق او د هوټلونو د امنیت په برخه کې يې خپلې ستونزې شریکې او وړاندیز يې وکړ چې، د دولت د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې دې له کورنیو تولیداتو څخه کار واخیستل شي.
ښاغلي نورالدین عزیزي د یادو خونو د ستونزو او د هغوی د وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل چې ستاسو لخوا، د یادو شوو ستونزو له جملې څخه یو شمیر يې حل شوي او پاتې يې تر کارلاندې دي چې ژر به حل شی.
ښاغلي عزیزی زیاته کړه چې د حکومت کابینه هڅه کوي ترڅو د ستونزو د حل سربیره ستاسو لپاره لا اسانتاوي برابرې او وړاندیزونه مو په پام کې ونیسي، نوموړي د صنعت کارانو او دوکاندارانو خونې څخه وغوښتل، چې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه د لا بحث لپاره دوه تنه د اقتصاد عالی شورا په غونډو کې د ګډون په موخه موږ ته راوپیژني.
د صنعت کارانو او دوکاندارانو اتحادیه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او دوخت د وزیرانو عالي شورا د تصویب پراساس،د کسب ګرو او دوکاندارانو خونې په نوم بدلون وموند، یاده دی وی، چې ۱۵۰ زره تنه کارکونکې او دوکانداران یواځې په پلازمینه کابل کې پر فعالیت بوخت دي.