د قزاقستان هېواد ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور د استازو ګډ سفر

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۹
د قزاقستان هېواد ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور د استازو ګډ سفر

جمعه ۱۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶  / ۲۷ تله ۱۴۰۳

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د خصوصي او دولتي سکتور استازي پکې ګډون لري، پرون جمعه د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې (میزان) په ۲۷مه، د قزاقستان هېواد الماتا ښار ته سفر وکړ.

د الماتا ښار ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي د سفر موخه، په دغه ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړول، د سوداګریزې راکړې ورکړې په کنفرانس کې ګډون ، د قزاقستان هېواد له چارواکو سره رسمي ناستې او غونډې جوړول او هلته په نورو رسمي ناستو کې ګډون دی.

د یادونې وړ ده چې پدې سفر کې له محترم الحاج عزیزی سره ۲۵۰ تنه ملګري دي چې د کانونو او پترولیمو وزارت معین، د چارو د ادارې د لوی ریاست اړوند د پانګونې د آسانتا رییس،د بهرنیو چارو وزارت ، د افغانستان بانک او د کابینې د اقتصادي معاونیت استازي پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS