د لومړي ځل لپاره ،دهندوستان په بازارونو کې په افغاني نوم د افغانستان دزعفرانو پلورل

پنجشنبه: دچنګاښ ۲۴مه ۱۴۰۰
د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزې اتشې دفتر وايي چې د دوی د هڅو پر اساس به د دغه هیواد زعفران د هندوستان په بازارونو کې د افغانستان په نوم وپلورل شي.
د دې دفترمسول وايي چې د ډیرو کلونو لپاره ، افغاني زعفران د هندي سوداګرو لخوا له افغانستان څخه راوړل شوي او بیا د هندوستان زعفرانوتر نوم او لوګو لاندې د کیفیت له بسته بندۍ سره د هغه هیواد بازارونو ته وړاندې کیږي
هغه زیاته کړه چې د شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې ، په ممبیي کې میشت د افغان سوداګریزې اتشې اداره دغه محصول د افغانستان په نوم
(Product of Afghanistan)د دغه هیواد د زعفرانو د پلور لپاره په پراخه کچه کمپاین پیل کړی او د هندي واردوونکو سره یې د مخامخ او آنلاین ناستو له لارې د دې پلان په منلو باندې ټینګار کړی دی..
د دې دفتر مسول وايي چې په پایله کې د متاجي سوداګریز شرکت د ۲۰۲۱ م کال د جولای په ۱۳ مه د خپل مشهور برانډ (Mataji Trading) په بسته بندۍ کې د افغانستان د محصول لیبل (Product of Afghanistan)رامینځته کړ او یاد شرکت یې ژمنه وکړه چې دغه شرکت به هندي بازارونو ته د افغاني محصولاتو تر نامه لاندې دافغانستان زعفران وړاندې کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزې اتشې دشمېرو له مخې ، په تیرو دریو کلونو کې هندوستان ته دافغانستان د زعفرانو صادرات ۲۶ سلنه ډیر شوي دي.