د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو له ریاست څخه لیدنه وشوه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۸:۴۲
د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو له ریاست څخه لیدنه وشوه

یکشنبه:دجوزا/غبرګولي۱۵مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست د کاري دفترونو تفصیلي کتنه او ارزونه وشوه.

ښاغلي جمال د کارونو په شفافیت، مؤثریت او چټکتیا د ټینګار وکړ او د کارکؤنکو ستونزې يې له نژدې  واورېدې. نوموړي د ریاست کارکؤنکو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو فعالیتونو کې لا ډېر ښه والی راولي او د مراجعینو کارونه په ژمنتیا او اخلاص اجرا کړي.

هېره دې نه وي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو د ودې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او موخو ته د رسېدو لپاره ریښتینې ګامونه اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS