د معیاري خدماتو چمتو کول د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لومړیتوبونوڅخه دي.

31/3/1399
خصوصي سکتور او جواز غوښتونکو ته د غوره او معیاري خدماتو وړاندې کولو تنظیولو لپاره، نن ماسپښین د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم مالکیار ، د کاري او تخنیکي چارو رییسانو، د مرکزي ثبت فکري ملکیت عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه، د لیدنې په جریان کې ، د مرکزي ثبت اوفکری مالکیتونو عمومي رییس محمد عیسی مایار او د هغه همکارانو د نوموړي ریاست د اهدافو او برنامو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست معین د خصوصي سکتور او پیرودونکو سره د خدماتو وړاندې کولو ،چلند په اړه خبرې وکړې او د مراجعینو سره د اصولو او کړنو پر اساس سالم چلند باندې ټینګار وکړ ، وي ویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مکلف دی چې ښه او مؤثر خدمات وړاندې کړي او د ټاکل شوو اصولو سرغړونه د هیڅ عنوان لاندې د منلو وړ ندي.
ورپسي، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین او د دوی همکار ټیم د نندارتون ریاست څخه لیدنه وکړه او د آنلاین نندارتونونو ترسره کولو لپاره یې چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.