د ملي ترانزیټ د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۸:۳۹
د ملي ترانزیټ د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یک شنبه مورخ 3 جمادی الثانی 1445 / 26لیندی 1402

د ملي ترانزیت د تخنیکي کمېټې غونډه د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د دغې کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوه.

دغونډې په پيل کې دصنعت او سوداګرۍ  مرستيال، نظم او انضباط د اسلام له اصولو څخه وباله او ويې ويل، چې موږ د قوانينو د تطبيق او خلکو ته د اسانتيا د رامنځته کولو په نيت سره راټول شوي يو، چې د دا زموږ د ټولو  په ګټه ده.

ورپسې د کمیټې غړو د تورخم په بندر کې هیواد ته د ماشومانو او لویانو د تګ راتګ او د هغوی له خوا د غیر قانوني اموالو د انتقال، په دغه بندر کې له ټاکلي وخت څخه مخکې د اداري کارونو د بندیدلو، د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره پر ماشومانو د کارکولو او د افغانستان په امنیت، ترانزیت، ډسپلین او ګټو باندې یې د اغیزو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات یې شریک کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې: د تورخم او د هېواد په نورو بندرونو کې اړونده ادارې دې په دې ناسته کې مطرح شوې ستونزې له نږدې وڅېړي او د ملي ترانزيت کمېټې غونډې ته دې راپور او د حل لارې په ګوته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS