د ممیزو د صادراتو د ادارې د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۳۷
د ممیزو د صادراتو د ادارې د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

پنجشنبه ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۹ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان د ممیزو، میوه جاتو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو د پراختیا ادارې د مدیره پلاوي غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې ادارې د مدیره پلاوي مشر محترم الحاج نورالدین عزیزی په مشرۍ او د ادې ادارې د عامل پلاوي د رییس محترم سیدعظیم مصطفی‌ هاشمي او د ممیزو د صادراتو  د پراختیا ادارې د مدیره پلاوي د نورو غړیو په ګډون جوړه شوه.

پدې ناسته کې چې د سنبلې په ۲۹مه جوړه شوې وه، په لومړي سر کې د یادې ادارې د عامل پلاوي رییس د یادې ادارې د یوه کال د فعالیتونو او لاس ته راوړنو او د یادې ادارې د څار کمیټې رییس په تېر یوه کال کې د مالي حساباتو ( عوایدو او مصارفو) د څېړنې او ارزونې په اړه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره پر تشکیل او بودېجې، د صادراتي تدابیرو د پلان پر وړاندې کولو،د نوي مدیره پلاوي د ټاکلو او د صادراتو د حجم او ارزښت د زیاتولو او بدیلو صادراتي لارو پر لټولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه پدې ناسته کې د افغانستان د ممیزو، میوه جاتو، سبزیجاتو او طبي نباتاتو د صادراتو د پراختیا ادارې پر اساسي او بنسټیزو فعالیتونو په ټینګار سره د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په تړاو د یادې ادارې پر وړاندیزونو غور وشو او ورته رسیدنه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS