د ننګرهار ، بامیان او تخار ولایتونو بازارونو څخه د مستهلیکنو دملاتړ کمیسیون لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۹:۵۸
د ننګرهار ، بامیان او تخار ولایتونو بازارونو څخه د مستهلیکنو دملاتړ کمیسیون لیدنه

چهارشنبه :دزمري۶مه ۱۴۰۰

صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلیکینو دملاتړ،د احتکار او قیمت پلورلو،د بی کیفیته او تقلبي توکو د مخنیوي کمیسیون د هیواد د بازارونو وضعیت ارزولو په موخه د ننګرهار ، بامیان او تخار ولایتونو کې دلومړنیو توکو دپلور بازارونو څخه لیدنه وکړه.

د تخار ولایت د مستهلیکینو دملاتړد ولایتي کمیسیون په وینا، د تخار ولایت د اوسیدونکو داړتیا وړخوراکي توکي په کافي اندازه  د دې ولایت په بازارونو شتون لری او د تبادلې نرخ تریوي کچې عادي حالت ته راستون شوی.

په تخار ولایت کې د خوراکی توکوپلورونکو د کمیسیون استازو ته ډاډ ورکړ چې په هرډول شرایطو کې دوی نه غواړي د خلکو د اړتیا وړ لمړنې توکي احتکار او په لوړه بیه وپلوري .

 همدارنګه د مستهلیکینو په  دولایتي تفتیش کې، د بامیان له ښار څخه راټول شوي شپږ ټنه تاریخ تیري توکې  چې د بامیانوولایت د بازارونو څخه راټول شوي وه  د استیناف محکمې د پریکړې وروسته دیاد کمیسیون او رسنیو په شتون وسوځول شول.

 له بلې خوا، د جلال اباد ښار له مارکیټونو څخه د ننګرهار ولایت دمستهلیکینو دملاتړ،احتکار او قیمت پلورولو ولایتي کمیسیون دپلټنو په پایله کې ،۲۳کارتنه بیلابیل  بې کیفیته  او تاریخ تیري خوراکي توکې له ښار څخه راټول شوي دي.

 صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلیکینو دملاتړ،د احتکار او قیمت پلورو،د بی کیفیته او تقلبي توکو د مخنیوي کمیسیون په مرکز او د هیواد په 23 ولایتونو کې د مستهلیکینو دملاتړ،داحتکار او قیمت پلورلو د مخنیوي په موخه په منظم ډول د بازارونو پلټنه ترسره کوی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS