د نړیوال سوداګریزسازمان دالحاقاتو څانګې له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمرستیال لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۰:۱۱
د نړیوال سوداګریزسازمان دالحاقاتو څانګې له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمرستیال لیدنه

دوشنبه : دزمري ۱۱مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال محمد سلیمان بن شاه چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د پنځمې کلیزې په لمانځغونډه کې د ګډون په موخه د سویس هېواد جنیوا ښارته تللی وو، د سوداګرۍ دنړیوال سازمان دالحاقاتوڅانګې  له مشر سره وکتل.

دیادونې وړ ده چې په دغه سفرکې په  سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دایمي استازی سید رامین زیوري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت دنړیوال سوداګرۍ سازمان دژمنو د تطبیق څانګې سرپرست سلطان احمد سروري د صنعت او سوداګرۍ مرستیال محمد سلیمان بن شاه ملتیا کوي.

په دغه لیدنه کې ، د سولې لپاره د نړیوالې سوداګرۍ د برنامې په پیل کې د افغانستان مثبت رول ، د سوداګرۍ نړیوال سازمان فعالیتونو کې د افغانستان د پام وړ ګډون او په یاد سازمان کې د افغانستان د فرصتونو او ننګونو په اړه بحث وشو.

ښاغلي بن شاه د افغانستان له ګاونډیو سره د الحاق پروسې په اهمیت او ګړندیتوب ټینګار وکړ او سازمان ته یې د زیان منونکو او جنګ ځپلو هیوادونو د الحاق لپاره د هیوادپر ژمنتیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر محمد سلیمان بن شاه او په نړیوال سوداګریز سازمان کې  د افغانستان دایمي استازی او سفیر سیدرا مین زیوري د سوداګرۍ د نړیوال مشورتي مرکز (ACWL) له مرستیال او کارپوهانو سره هم وکتل.

ښاغلي بن شاه د نړیوال سوداګریز قانون په اړه افغانستان ته د قانوني مشورې په ورکولو کې د ACWL له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او په نړیوال سوداګریز سازمان کې د یادې ادارې  او د افغانستان د دایمي سفارت ترمنځ پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه د ACWL مرستیال له افغانستان سره ددغې ادارې د دوامداره ملاتړ ، په ځانګړي توګه د ظرفیت لوړونې او مشورې په اړه  د دوامدارۍ همکارۍ ژمنه  وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS