د ولایتي واحدونو له استازو سره د همغږۍ سیمینار پرانستل شو

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۵:۴۸
د ولایتي واحدونو له استازو سره د همغږۍ سیمینار پرانستل شو

یکشنبه نیته: ۹ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱ سلواغه ۱۴۰۲

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د ددې وزارت مرستیال ښاغلي  مولوي قدرت الله جمال؛ د ولایاتو د استازو، د مرکز رئیسانو او کارمندانو په شتون کې یاد سیمینار پرانیست.

په پیل کې د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دغه وزارت د ولایتي واحدونو استازو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: موږ د دغه وزارت د ولایتياستازو په ګډون د یوې سترې ناستې غوښتونکې وو،چې له نېکه مرغه نن د دغه تالار په پرانېستلو سره ددې ناستې زمینه مساعده شوه ترڅو موږ د ستاسو او تاسی زموږ  د تجربو څخه مستفید شي.

 ښاغلي عزیزي څرګنده کړه: موږ په خپلو پلانونو کې یوازې نه یو، بلکې امیرالمومنین حفظه الله  او اقتصادي کمیسیون له موږ سره دی او موږ هم د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو سره سم د ټولو اقتصادي پروګرامونو ملاتړ کوو، سوداګرو ،صنعت کارانو او  پانګوالو ته دلازمو اسانتیاوو او پانګونې  زمینه برابروو.

ورپسې د دغه وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د غونډو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نن  تاسی د ولس استازی یاست، او په یاد ولرئ چې  افغانستان ولسونو د خپل ځان او سوداګرو د خپل مال قربانۍ ورکړۍ ده چې پر وړاندې يې موږ ستر مسئولیت په غاړه لرو .

هغه ټینګار وکړ چې اوس اسلامي نظام دی، کابینه او وزیران لري او د صنعت او سوداګرۍ برخه کې موږ په مرکز کې او تاسې په ولایتونو کې  مسولیت لري ، د خصوصي سکتور لپاره لازمې  اسانتیاوې برابرې او ولس سره د ښو اخلاقو او مهربانۍ چلند وکړئ.

د يادونې وړ ده، چې د ولايتي واحدونو له استازو سره د همغږۍ سيمينار به درې ورخې دوام ولرې ، چې  موخه يې؛ د چارو ښه ترسره کول د حکومتدارۍ پیاوړتیا او د ولایتي واحدونو د کارمندانو وړتیا لوړول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS