د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لوړپوړي پلاوي سره د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵۳
د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لوړپوړي پلاوي سره د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه لیدنه

 یک‌شنبه : د سلواغې 10مه  1400

د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر استازی او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر معید یوسف چې د یوه لوړ پوړي دولتي او خصوصي سکتور د پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت  له سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي ،افغان حکومت لوړپوړوچارواکواودخصوصي سکټور له استازو سره دیاد وزارت دغونډو په تالار کې وکتل .

ښاغلي نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې افغانستان ته د ډاکټر معید یوسف او ورسره پلاوي د راتګ هرکلی وکړ،هیله یې څرګنده کړه، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو د وګړو د هوساینې لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.

 ښاغلي عزیزی پاکستان ته د  ااا د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د پلاوي وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د اهمیت او لاسته راوړنوڅخه ډک وباله.

ښاغلي عزيزي افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه وبلل. نوموړی وویل، دغه دواړه هېوادونه د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او د منځنۍاو جنوبي اسیا لپاره په کم لګښت سره خوندي ترانزیتي لارې لري.

ډاکټر معید یوسف د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د دواړو هېوادونو ستونزې کمې شوي او پاکستان هوډ لري، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې د پخوا په پرتله لا زیاتې همکارۍ په هکله موثرې کړڼې ترسره کړی.

نوموړي د سوداګرۍ د توازن د سمون لپاره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزير د نظرهرکلى وکړ او ويې ويل، چې پاکستان تر اوسه له افغانستان سره په خپلو ډېرو سوداګريزو راکړو ورکړو کې د ډالرو د حتمي والی ستونزه حل کړی ده .

 دا یو پیل دی، چې د دوه اړخیزو همکاریو په دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم اسانه شي.

د غوندې په دوام دواړو لورو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د استازو په حضور کې د اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز پیوستون  د زیاتوالي په اړه هراړخیزې تخنیکي خبرې وکړې او د ګډو مسایلو په اړه یې د تخنیکي خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS