د پل څرخي د صنعتي پارک څخه لیدنه

دوشنبه 22رجب المرجب 1444 / 24سلواغه 1401
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د پل څرخي په صنعتي پارک کې د حاجي زلمي له تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئيس ښاغلي محمد نعیم محمدي هم شتون درلود، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه فابریکې څخه د لیدني پرمهال د فابریکې د مسئولینو ستونزو او وړاندیزونواوریدلو سره وویل مونږ، تل هڅه کوو چې تاسو ته لا آسانتیاوې برابرې کړو، د افغانستان اسلامي امارت ستاسو د فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.
همداراز ښاغلي جمال وویل د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هڅه کوي تاسې ته ځمکې وویشې ترڅو د اړتیا وړ خام مواد کوردننه ترلاسه کړو، تاسې هم باید د کورنیو تولیداتو په وده کې خپل بنسټیز رول ولوبوۍ.
د یادونې وړ ده، چې په یاده فابریکه کې ۲۵۰ تنه په کار بوخت دي.