د پل چرخې صنعتې ښارګوتی پراختیا

دوشنبه: د کب ۲مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور په ملتیا د پلچرخي صنعتي پارک تر څنګ د ۷۰۰ جریبه ځمکې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د دغه وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو رئیس سید محسن سادات، د دولتي او خصوصي سکتور یو شمېر غړو ګډون کړی و.
د دې ځمکې پلان او حدود چې د دفاع د محترم وزارت ملکیت دی، په یونقشه کې بیان شوي، ښاغلي عزیزي د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه تخنیکي ټیم او مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه ځمکه د کابل د څرخي پله د صنعتي پارک په ختيځ لوری کې موقعيت لري او د وزيرانو د عالي شورا د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې له مخې د پلچرخي صنعتي پارک له پراختيايي برخې سره نښلول کېږي.