د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې "د افغان تولید نندارتون" پنجشنبه پای ته ورسید

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۴۰
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې "د افغان تولید نندارتون" پنجشنبه پای ته ورسید

پنجشنبه ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۸  وږی ۱۴۰۳

د داخلي صنایعو او تولیداتو هغه نندارتون چې درې ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې ددغه ولایت د پوهنتون په ودانۍ کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له خوا د سیکارام احمدي د بازار موندنې خصوصي شرکت په مرسته په لار اچول شوی و، د پنجشنبې په ورځ د وږي(سنبلې) په اتمه نېټه پای ته ورسید.

د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د راپور پر بنسټ، په یاد نندرتون کی کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو چی په ټوله کې ۷۰ صنعت کارانو او تجارانو پکې ګډون درلود.

د راپور له مخې په دریو ورځو کې په زرګونو هیوادوالو له یاد نندارتون څخه لیدنه تر سره کړه چی دهیواد والو له تاوده هرکلي سره سره مخ شول او ګڼو هېواد والو وویل چې دا لومړی ځل ده چی په پکتیا ولایت کې داسی یو په زړه پوری نندارتون په لاره اچول کیږی.

دوی دا هم زیاته کړه چې ددې نندارتون له لارې ګڼو هیواد والو له کورنیو تولیداتو سره آشنایي پیداکړه.

د راپور پر بنسټ د یاد نندارتون په دریو ورځو کې ګڼ شمیر صنعت کارانو، تجارانو، دولتی کارمندانو او هیواد والو له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړه او په وروستۍ ورځ نندارتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسید.

د نندارتون د پای ورځې په ناسته کې د پکتیا د ولایتي ادارې او بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود چې د سیکارام احمدی شرکت او په یاد نندارتون کې غرفه لرونکو ځینو سوداګریزو او تولیدي شرکتونو او ورسره همکارانو صنعتکارانو او مخورو ته ستاینلیکونه هم و ویشل شول او دغه درې ورځنۍ نندارتون په اختتامیه دعا سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۸:۵۰
Background image

په ړنه او عادلانه بڼه د عایداتو پر را ټولونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټېنګار

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمد الله زاهد په مشرۍ د دې وزارت د سوداګریزو چارو، صنعتي پارکونو او صنایعو د چارو د عمومي رییسانو، د مالیې محترم وزارت د عوایدو د عمومي ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان، ګاونډیو او سیمې هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه

د افغانستان، ګاونډیو او سیمې د هېوادونو تر مینځ د سودا ګرۍ او ترانزیت په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د یاد وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۸:۴۴
Background image

د سکتوري خونو غړیو ته د صنعتي ساحو د قانون په اړه معلومات ورکړل شول

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د صنعتي سیمو (پارکونو) قانون د تنفیذ څرنګوالي په اړه ناسته د هېواد د سکتوري خونو د. . .

BACK TO NEWS