د کابل بوټ جوړونکو سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۰:۲
د کابل بوټ جوړونکو سره لیدنه

پنج‌شنبه: د کب ۲۶مه ۱۴۰۰ 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د کابل د بوټ جوړونکو د اتحادیې له غړو سره ددې وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

د کابل د بوټ جوړنوکو اتحاديې غړو د دې غونډې د ترسره کولو له امله مننه وکړه، په بېلابېلو هېوادونو کې يې د بوټ جوړولو په هکله  خپلې تجربو څخه یادونه وکړه ، ددې صنعت پر وړاندې  شته  ستونزې او ننګونې يې شریکې ،د فعالیتونو او تولیداتو د ښه والي لپاره یې لازم  وړاندیزونه وکړل .

ورپسې  وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په هېواد کې د بوټانو تولیدات زیان نه بلکې د هېواد د ژغورلو لپاره اړین ګام وباله او له دوی یې وغوښتل چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي،ځکه معیاري صنعت د افغانستان ویاړ دی.

ښاغلی جمال زیاته کړه، چې ستاسې ستونزې او وړندایزونه  به له اړوندو ادارو او اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي

د شمېرو له مخې په هېواد کې د بوټانو ټولټال ۶۳۷ کوچنۍ او متوسطې فابریکې شتون لري، چې له دې جملې څخه ۴ فابریکې د پوځي بوټانو په تولید بوختې دي.

د یادو فابریکو د تولید وړتیا په کال کې شاوخوا ۱۳ میلیونه بوټان دي، په داسې حال کې  چې هیواد په کال کې شاوخوا ۶۰ میلیونه بوټان تولید ته  اړتیا لری.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS