د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

reza_admin
د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

د صنعت د اونۍ د لمانځلو په مناسبت  د کابل نړیوال نندارتون د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ څخه تر ۲۵ نېټې پورې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې چې په حضورې چمن کې موقعیت لري، د هېواد، د محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې ، د ملي پانګوالو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هیوادوالو ته د کورنيو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه ترسره کیږې.

په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو  صنعتي سکتورونو، کرنيز، ساختماني، کانونو، لاسي صنايعو، طبي وسايلو، درملو او نورو ملي محصولاتو او توليداتو اړوند توکې نندارې ته ایښودل شوې دي.

هیوادوال کولای شي چې په ټاکلو ورځو کې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي او د خپل هیواد محصولات او صنعتي تولیدات واخلي.

همدارنګه د  رسنیو محترمو استازو ته هم بلنه ورکول کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۴۴ کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ نیټې سره سمون لری د  سهار په نهو بجو د دغه نندارتون د پرانستلو مراسم تر پوښښ لاندې راولي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په کندهار ولایت کې د افغان تولید نندارتون جوړیدل

ټاکل شوې ده چې د افغان تولید نندارتون د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي( جدې) له ۱۳مې تر ۱۵ مې نېټې پورې د کندهار په ورزشي جمنازیوم کې د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۱:۱۱
Background image

په کنړ ولایت کې د افغان تولید نندارتون

ټاکل شوې ده چې د روان لمریز کال۱۴۰۳ د لړم(عقرب) له ۱۷ مې تر ۱۹ مې نېټې، په کنړ ولایت کې د سیکارام احمدي د بازار موندنې محترم شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړونده بنسټونو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۲:۵۰
Background image

زمونږ وطن او زمونږ تولید، نندارتون!

ټاکل شوې ده چې "زمونږ هېواد، زمونږ تولید" نندارتون، د موج ویژن خدماتي شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتور د ځینو نورو اړونده بنسټونو په همکارۍ د لړم (عقرب) له ۸مې تر لسمې . . .

Back to announcements