د کاغذ تولیدونکې فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه
![د کاغذ تولیدونکې فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه](/sites/default/files/2021-05/bazdyd_myn_wzart_snt_w_tjart_az_karkhanh_twlydy_kaghdhhay_yk_bar_msrf_glzy.jpg)
سه شنبه:د غويی۲۸مه ۱۴۰۰
دصنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د کابل په پل چرخي صنعتي پارک کې د ګلزي نړیوالې فابریکې څخه چې د یو ځل استعمالیدونکې کاغذ جوړولو په برخه کې فعالیت ترسره کوې لیدنه وکړه،او د فابریکې له څښتن سره یې د نوموړې فابریکې د تولیداتو پروړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د یاد وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال محمد سلیمان بن شاه د یادې فابریکې څخه دلیدنې پر مهال وویل، چې د هیواد د صنعتې ښارګوټو څخه د لیدنو موخه د فابریکو په تولیداتو کې دستونزو، ننګونو او فرصتونو پیژندل او حل کول دي.
د ګلزي د یو ځل مصرف کیدونکې کاغذ د تولید فابریکې په ۲۰۱۶ زیږدیزکال کې د کاغذي دسمالونو دبیلابیلو ډولونو تولید پیل کړ،چې د هیواد اتیا تنو وګړو لپاره یې د کار فرصتونه رامینځته کړي دي.
یاده فابریکه د اړتیا وړ اومه توکې د ایران او پاکستان هیوادونو څخه ترلاسه کوی او خپل محصولات د کابل سربیره د هیواد نورو ولایاتو ته د پلور په موخه لیږدوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په صنعتي ښارګوټو کې د هیواد د صنعتي او تولید کونکو فابریکو د فرصتونو او ننګونو د پیژندنې او حل په موخه له نږدې څخه د دې فابریکو لیدنه پیل کړې ده.