د کرنې خونې له مشرتابه سره وکتل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۸:۲۷
د کرنې خونې له مشرتابه سره وکتل

سه‌شنبه: د وری ۲۳مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د کرنې خونې له مشرتابه سره وکتل او د چرګانو دساتنې سکتور د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

په پیل کې  د کرنې خونې رئیس ښاغلي فروتن د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه د دغې خونې د یو غړي د امنیتي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د دوی یو پانګه وال په یاد سکتور کې له نورو مخ کښو سوداګرو سره یوځای فعالیت  اود پام وړ پانګونه وکړی.

ورپسې د دې خونې د مشرتابه له غړو څخه  ښاغلی هلمندي؛ د چرګانو دساتنې په برخه کې د لا زياتې پانګونې دچمتو کولو  سره وويل، چې دوى اوس داسې اسانتياوې، ټکنالوژي او عصري سيستمونه لري، چې کولى شي د کميت او کيفيت له پلوه ښه محصولات توليد کړي، هغه زیاته کړه چې نوې تکنالوژي د چرګانو د مړینې د کچې په راکمولو کې مرسته کوي.

همدا را دوی په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ  له وزیر سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي عزیزي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اسلامی امارت په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هغو پانګوالو چې په هېواد کې پانګونې ته لېواله دي، د زړه له کومې مننه کوي.

ښاغلي عزیزی زیاته کړه، چې د چرګانو د سکتور له ستونزو څخه پوره خبر دی او دغه وزارت تل په وارداتو د تعرفې لوړلواو کورنیو تولیداتو د معافیت په وضعه کولو سره له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کړی دی.

په پای کې ښاغلي نورالدین عزیزي د کرنې خونې له مشرتابه وغوښتل چې خپل ګټور پلانونه له دغه وزارت سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي هلمندي په دې غونډه کې د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې دوی دا مهال په کال کې د ۳،۵ میلیونه چرګانو د تولید وړتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به دغه اندازه دوه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS