صنعت کارانو سره لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۹:۵۴
صنعت کارانو سره لیدنه

پنج شنبه مورخ ۲۲ ربیع الثانی ۱۴۴۴ / ۲۶ لړم ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د صنعت کارانو سره د دې وزارت په عمومي تالار کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یو شمېر صنعت کارانو خبرې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې د یو لړ عمده ستونزو لکه برېښنا, ماليې, صفايي کتابچې او صنفي جوازونو څخه یادونه وکړه.

د وزارت مرستیال ښاغلي جمال د ستونزو د اورېدلو نه وروسته ددوی له راتګ څخه د مننې تر څنګ د ستونزو د حل ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه به هره اونۍ تخصصي او تخنیکي ناسته ترسره کیږي. همدا رنګه به د ماليې وزارت او ښاروالي اړوند ستونزې د اړوند ارګانونو سره د حل په موخه شریکې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS