له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق د مشرتابه پلاوي درېیمه  ناسته ترسره شوه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۵
له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق د مشرتابه پلاوي درېیمه  ناسته ترسره شوه

چهاشنبه ۲۲ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۴ تله ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې او د یاد پلاوي د غړیو په ګډون، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق مشرتابه پلاوي، خپله درېیمه ناسته ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د تېرې ناستې راپور وړاندې او د پله او سړک د جوړولوپه تړاو یو په پریزینتیشن حاضرینو ته تقدیم شو، همدارنګه په تورخم کې د استنادي دیوال د جوړولو په تړاو، د تورخم پروژې د پیل او په سبین بولدک کې د حلقوي سړک د جوړیدو په اړه هم بحثونه وشول.

همدارنګه پدې جلسه کې د یوه مجهز لابراتوار پر جوړیدو، د بندرونو د ملي کمیټې د فعالیتونو په موخه د یوه کمپلیکس د جوړښت او په یاده کمیټه کې د دریو تنو تخنیکي او اداري کسانو په دنده د ګومارل کېدو او د هغوی د امتیازاتو په تړاو هم بحث وشو.

د رپوټ مطابق په یاده ناسته کې په یوه کال کې د هغه لسو پروژو په تړاو چې د یاد صندوق له اړخه تمویلیږي او د هغه پلاویو د لګښتونو په اړه چې د یادې کمیټې له خوا دندې ورسپارل کېږي، بحث وشو او په اړه یې نظرونه تبادله شول.

د ناستې په پای کې په یاده جلسه کې د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه مشخص تصمیمونه ونیول شول.   

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS