لښکرګاه کي د خپل هيواد خپل توليد تر عنوان لاندي نندارتون پرانيستل شو

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۲۷
لښکرګاه کي د خپل هيواد خپل توليد تر عنوان لاندي نندارتون پرانيستل شو

چهارشنبه ۲۷ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۹ عقرب ۱۴۰۳

پرون ورځ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په مرکزي جمنازيوم کي د خپل هيواد خپل توليد تر نامه لاندي درې ورځنی نندارتون د يو لړ مراسمو پر مهال پرانيستل شو.

ياد نندارتون چي د وطني توليداتو د پراختيا او ملاتړ په موخه پرانيستل شو پکښي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئيس، الحاج مولوي قابل محمد عابد، د ولايت مقام د دفتر، رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن حذيفه، د صنعت او سوداګرۍ رئيس الحاج قاري محمدنسیم عبدالرحمن، د علماوو شورا مرستيال شيخ مولوي محمدګل محمدي، د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس حاجي غلام يحيی پښتون، د صنايع او معدن خوني رئيس حاجي رحمت الله نظري، د ملکي ادارو يو شمېر رئيسانو او استازو، د خصوصي سکتور غړو، علماوو، سوداګرو او يو شمېر ځوانانو ګډون درلود.

پيل کي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئيس ښاغلي مولوی قابل محمد عابد وويل: هلمند ولايت د صنعت او توليداتو له پلوه يو بډايه او په ځان بسيا ولايت دی چي دا ډول نندارتونونه پکښي مثبت رول لري او صنعت کاران لا هڅوي ترڅو خپلو توليداتو او صنعت ته لا وده او پراختيا ورکړي.

نوموړي همدا راز د داخلي او بهرنيو پانګوالو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په خپل هيواد کي په بېلا بېلو برخو کي پانګونه وکړي او د وطنوالو څخه يې وغوښتل چي د بهرنيو محصولاتو او توليداتو پر ځای د داخلي توليداتو څخه ګټه واخلي.

د پرانیستو په مراسمو کي يو شمېر مسؤلينو په خپل وار سره د همدې نندارتون پر ارزښت، اغيزمنيتا، صنعت او توليداتو په تړاو هر اړخيزي ويناوي وکړې او د ياد نندارتون د ټولو محصولاتو او توليداتو څخه يې ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۹
Background image

د ازبکستان له راغلي پلاوي سره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د یکشنبې په مازدیګر د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۱۴مه، د ازبکستان هېواد

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵
Background image

د ازبکستان هیواد څخه راغلي هیئت سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال د شعبان د میاشتي ۳ نېټه چې د ۱۴۰۳ه ش کال د سلواغي میاشتي له ۱۴ نیټې سره سمون خوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د جلغوزې د تولید، پروسس او صادراتو سکتور لپاره یوه واحده اتحادیه جوړیږي

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په هېواد کې د جلغوزې د تولید او صادراتو سکتور له غړیو څخه د ملاتړ، د دې سکتور

BACK TO NEWS