په افغانستان کې د علیم خان یسین گیلدیف دنده پای ته ورسیده

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۴
په افغانستان کې د علیم خان یسین گیلدیف دنده پای ته ورسیده

شنبه ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۴ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر علیم خان یسین گیلدیف سره کتنه وکړه.

پدې کتنه کې چې نن د وږي(سنبلې) په ۲۴ مه تر سره شوه، ښاغلي ګیلدیف په افغانستان کې د خپلې دندې له پای ته رسیدو څخه د سوداگرۍ محترم وزیر ته خبر ورکړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه یې د افغانستان او مینځنۍ آسیا هېوادونو تر مینځ د سوداګرۍ د مناسبې فضا را مینځ ته کولو له امله مننه وکړه.

همدارنګه ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د ښاغلي ګیلدیف د کار او ماموریت ستاینه وکړه او نوموړی یې د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزو اړیکو په ټېنګښت کې یو موثر او اغېزناک شخصیت و ګڼلو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS