په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په چینايي او امریکايي پانګوالو سره ناسته
چهارشنبه مورخ ۱۵ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۸ لیندی ۱۴۰۲
دغه غونډه د چين او امريکا له پانګوالو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه چينايي او امريکايي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې د جلب او جذب پروسه تشريح شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې رئیس ښاغلي صبغت الله اخندزاده وویل: په افغانستان کې عمومي امنیت تامین شوی او پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره په دغه هېواد کې پانګونه وکړي
ورپسې په هېواد کې د پانګونې د جلب او جذب پروسې په اړه د یاد ریاست له لوري یو پریزنټیشن وړاندې شو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه او شته پروژې له دوی سره شریکې کړې
په پای کې د چینایي او امریکايي پانګوالو تخنیکي پوښتنو ته چې غوښتل یې د انرژۍ، کانونو او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي؛ ځوابونه وویل شول.