په خوست ولایت کې د لبنیاتو فابریکه

سهشنبه د وری ۱۷ مه ۱۴۰۰
په خوست ولایت کې د لبنیاتو د پروسس لمړنۍ فابریکې په کار پیل وکړ.
نوموړې فابریکې د خوست ولایت په مرکز کې د پنځه نیم میلیونه افغانیو په پانګونې سره په کار پیل وکړچې په شپه ورځ کې د یو مټریک ټن لبنیاتو د تولید وړتیا لري .
د یادې فابریکې مسئولین وايې چې د فابریکې پرانستلو سره يې د یاد ولایت یو شمیر وګړو ته د کار زمینه برابره کړې، چې خپل تولیدات د خوست ولایت سربیره نورو ولایاتو ته هم لیږدوي د فابریکې مسول زیاتوی چې د پانګې په زیاتوالي سره به يې په تولیداتو کې هم زیاتوالی راشی.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت ،تل هڅه کوی چې د هیواد د اقتصادی ودې ،پانګونې او په هیوادکې صنعت کارانو په ځان بسیاینې لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي .