په زابل ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانستل شو
![په زابل ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانستل شو](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-29_at_1.36.40_pm.jpeg)
چهارشنبه مورخ ۱۵ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۸ لیندی ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدين عزيزي او د ددې وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د زابل ولايت د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا په موخه په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست په رسمي ډول پرانيست.
د زابل والی ښاغلي مولوی حزبالله افغان سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبري پلاوي، د اسلامي امارت مسولینو او خصوصي سکتور مسولینو له مسوولینو سره په کتنه کې زابل د یو کرنیز ولایت او له پاکستان سره ګډې پولې له امله مهم او په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیستل يې اړین وباله.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د بادینۍ ګمرک فعالېدل د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د نورو سرحدي ګمرکونو د فشار د کمولو او بهرنیو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو پر وخت د رسېدو لپاره مهم او هیله یې وښوده، چې په دې ولایت کې به ډیر ژر د صنعتی او سوداګریزو جوازونو د زیاتوالی شاهدان واوسو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو د اهمیت په پام کې نیولو سره د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ته دنده وسپارله چې د زابل له ولایتي ادارې سره په همغږۍ دې د صنعتی پارک لپاره ځمکې د تثبیت او د صنعتي پارک جوړیدلو د اسنادو د طی مراحلو لپاره وړاندیز د وزارت مقام ته وړاندې کړی.
په هغه مراسمو کې چې د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د پرانېستې په موخه جوړ شوي وو، ښاغلی نذیراحمد حمزه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له خوا د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د رئیس په توګه ګډونوالو ته وپیژندل شو.