په سویل ختیځ زون کې د پانګوونې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو پیژندلو غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۴۵
په سویل ختیځ زون کې د پانګوونې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو پیژندلو غونډه

شنبه مورخ ۱۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۴ لیندی ۱۴۰۲

 د غوره لارود ترلاسه کولو او د اقتصاد د سوکالۍ او په هیواد کې د پانګونې لپاره د ملي سوداګرو هڅولو او د پانګونې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو د پیژندلو په موخه؛ د سویل ختیځ زون غونډه ترسره شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس ښاغلي محمد زبیر دین پرور د دغه کنفرانس له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ، ملي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوی سره همکار دی او د هیواد د اقتصادي د پراختیا په موخه يې لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي دي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سویل ختیځ زون د هېواد په اقتصاد او صادراتو کې مهم وباله او جلغوزی یې د دغه زون تر ټولو مهم صادراتي ملکیت وباله او ویې ویل: په تیرو دوو کالو کې دغه زون د څه باندې ۷۰۰ میلیونه ډالرو صادرات درلودل.

ورپسې د کابل والي ښاغلي شیخ محمد قاسم؛ هغه صنعت او تجارت د پیغمبرانو سنت وباله او ویې ویل: په صنعت او تجارت کې کار کول عبادت دی.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري په هېواد کې اقتصادي پرمختګ یو تاریخي پرمختګ وباله او له هغو پانګوالو څخه یې چې له هېواده بهر شتون لري وغوښتل چې له مهاجرینو سره یوځای خپل هېواد ته راستانه شي، او د هیواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي په برخه کې د هېواد د اقتصاد پرمختګ د امنیت او پوهنې رول مهم وباله. زیاته يې کړه، هر وګړی مسوولیت لري چې د هېواد د ملي اقتصاد بیا رغاونه کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۸:۵۳
Background image

د لومړی ځل لپاره دکونړ ولایت څخه د سبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول

د لمړي ځل لپاره د کنړ ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته د دسبزیجاتو او میوه جاتو لېږدول پیل شول  د دې پروګرام پرانیست غونډه کی دکونړ ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریس مولوی محمد طیب (یوسف ) په خپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

په هرات ولایت کې د عالیست افغانیست نندارتون پرانستل شو

دعالیست افغانیست تر نامه لاندې نندارتون د ۱۴۰۳ کال د جوزا (غبرګولي) له ۱۹ تر ۲۱ نیټې پورې  ددرې ورځو لپاره  د هرات ولایت په آسمان تالار کې د هیواد تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۵۷
Background image

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء  د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د خصوصي. . .

BACK TO NEWS