په لغمان کې دربړي ګوټکو دتوليد لومړنۍ فابريکه
شنبه : دمرغومي ۱۳ مه 1399
دلغمان ولايت په مرکز کې دربړي ګوټکو دتوليد لومړنۍ فابريکې خپل فعاليت پيل کړ.
پر ياده فابريکه ۴۰ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چې ۷۰ سلنه لګښت يې دبيرته راستنيدوکو نړيوال سازمان (ای او ايم) لخوا ورکړل شوی .
په ياده فابريکه کې له لسو تنو ډېر کسان په کار بوخت دي او همدا راز په دې کارخونه کې له سلو ډير قسمون ربړي ګوټکې ددرننې او سپکې ماشينرۍ لپاره توليديږي.
ددغې فابريکې مسولين وايي چې خام مواد په هېواد کې دننه ترلاسه کوي او خپل محصولات ټولو ولايتونو ته دخرڅلاو په موخه استوي.