په ننګرهار ولایت کې دصابون دتولیداتو ډیروالی

چهار شنبه : دمرغومې ۲۴مه ۱۳۹۹
په ننګر هار ولایت کې دصابون جوړولو فابریکو په خپلو تولیداتو کې ډیر والی راوستلی او په دغو فابریکو کې بیلابیل ډوله صابونونه تولیدیږي.
په یاد ولایت کې د صابون جوړولو په ۶ فابریکو پنځه میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې چې سلګونو کسانو ته یې کاري زمینه برابره کړې ده
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د ځآن او جامو وینځلو د صابون ۶ فابریکې فعاله دي اواو په ننګرهار سربیره یې تولیدات نورو ولایتونو ته هم دخرڅلاو په موخه استول کیږي.
دغه فابریکې چې له ۶ کلونو راپدیخوا فعالیت کوي، دصابونو تر څنګ، تیل او کنجاړه هم تولیدوي، او دیادونې وړ ده چې دغه فابریکې خپل ۴۰ سلنه خام مواد په کور دننه تر لاسه کوي.
د دې ولایت د سوداګرۍ او صنعت رئیس محمد حسن محسن وایي، ټاکل شوې په دې ولایت کې دوه نورې فابریکې هم فعاله شي چې د برېښنا او ځای اړوند ستونزو په حل سره به د ولایتونو سربېره نورو هېوادونو ته هم صادرات وکړي .
دصنعت او سوداګرۍ وزارت دخصوصي سکتور له لارې دپرځان بسیاینې په موخه دهېوادوالو داړتیا وړ توکو دتولید لپاره دصابون دتولیداتو په برخه کې یوه طرحه چمتو کړې چې په پلي کېدو سره به یې دصابون دتولید کچه نوره هم لوړه شي.