په ننګر هار کې دچرګانو ددانې پنځه فابریکې جوړې شوي دي

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۹:۱
په ننګر هار کې دچرګانو ددانې پنځه فابریکې جوړې شوي دي
په ننګرهار کې د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانې د تولید پنځو فابریکوخپل تولیدات پیل کړي دي.
په دې ولایت کې د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره د چرګانو د دانو د تولید ۵ فابریکې فعاله دي چې ۲ زرو کاریګرو ته په کې کاري فرصت برابر او د ورځې د نږدې ۱۶سوه ټنه دانې د تولید ظرفیت لري.
د چرګانو د دانو د تولید پر دغه فابریکو نږدې ۲۵ میلیونه ډالرو پورې پانګونه شوې چې او ویل کیږي چې د دانې دتولید لپاره يې تر ډېره هڅه کړې، چې په کور دننه په کرنیزه برخه کې استعمالیدونکي توکي له ننګرهار څخه پوره کړي.
د چرګانو د دانې په دې تولید سره اوسمهال اړتیا نه لیدل کیږي چې له نورو هېوادونو د چرګانو لپاره دانه را وارده کړي.
په ننګرهار کې اوسمهال د چرګانو د دانې ۵ فابریکي فعاله دي او تمه ده چې ۳ نورې به ژر د دانې د تولید فعالیت پيل کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS