په هرات ولایت کې د رنګ جوړولو ۸۰ ډوله تولیدات

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۷:۴۵
په هرات ولایت کې د رنګ جوړولو ۸۰ ډوله تولیدات

چهارشنبه: د چنګاښ ۲مه ۱۴۰۰ 

 په هرات ولایت کې د رنګ فابریکه چې د یو میلیون امریکایی ډالرو په لومړني پانګونې سره فعالیت کوي،دا مهال له ۸۰ ډوله څخه زیات رنګونه  تولیدوي او خپل محصولات د افغان فیضي برانډ لاندې د هیواد په بازارونو کې پلوري.

د افغان فیضي د رنګ  فابریکه چې په۱۳۸۲ لمریز کال څخه د هرات صنعتي ښارګوټې  کې فعالیت کوي ددغه ولایت له ۱۵۰  څخه زیاتو اوسیدونکو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده ،چې په یو شپه او ورځ کې د ۵۰ ټنه رنګ ( ۱۰ زره ) ډبیو رنګ د تولید وړتیا لری.

د دې فابریکې مسؤلین وايي چې دا مهال دوی په دې فابریکه کې د رنګونو ۸۰ډوله تولیدات لری او د اړتیا وړ اومه مواد د هیواد دننه ترلاسه کوي،چې په ۸ ولایاتو کې  رسمي نمایندګۍ لري او خپل محصولات د هیواد ټولو ولایتونوته د پلور لپاره وړاندې کوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د هیواد د اقتصادي ودې  او کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخسیتې په موخه دخصوصي سکتور او صنعت کارانو پراخه  ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS