په هېواد کې دتولیدي فابریکو دستونزو پرحل دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار
![په هېواد کې دتولیدي فابریکو دستونزو پرحل دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار](/sites/default/files/2022-04/whatsapp_image_2022-04-11_at_12.34.35_pm_2.jpeg)
دوشنبه: د وری ۲۲مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغونډوپه تالار کې له یو شمېر فابريکه سره وکتل.
په دې غونډه کې فابریکه لرونکو د تولیدي فابریکو لپاره د مناسب ځای نه شتون ،په ډالرو دکرایې ورکول او د پاسپورتونو په ترلاسه کولو کې د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دوی وویل چې یو شمېر توکي په معیاري توګه نه شي کولای په کرایې ځایونو کې تولید کړي دوی همداراز د وزارت مشرتابه ته د خپلو فابریکو د لیدو بلنه ورکړه.
د صنعتي پارکونو او صنایعو رئیس سیدعبدالعظیم قریشی وویل، پخوا به ځمکې په خپل سرې ډول د روابطو پر بنسټ اشخاصو او فابریکو لرونکو ته وېشل کېدې،چې اوس به موږ حق حقدار ته وسپارو،نوموړې زیاته کړه د ا.ا له صنعت کارانو څخه د بشپړ ملاتړ پالیسې لرې او هم فابریکه لرونکو ته د ځمکو د ویش لړۍ روانه ده هره فابریکه چې د ځمکې د ویش په ستراتیژۍ برابره وې هغوې ته به ځمکه وویشل شی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړونده چارو لپاره پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې لري او زیاته یې کړه چې دفابریکه لرونکو ټولو ستونزو ته به په وخت رسیدنه وشي .
ښاغلي جمال فابریکه لرونکو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت دروازې هر وخت ددوی پرمخ خلاصې دې او هیڅ ډول مرستې به ور څخه ونه سپموي.